IQNA

 د ليبيا د قرآن نړيوالو سياليو د غوره كسانو نومونه اعلان شول

10:06 - September 30, 2025
د خبر لمبر: 3491788
ایکنا - د ليبيا د وقف او اسلامي چارو عمومي ادارې د ليبيا د قرآن جايزې د ديارلسمو نړيوالو سيالیو د څلورو څانګو د غوره كسانو نومونه اعلان كړل.

 ايكنانیوزد الاوسط له قوله نقل كړى، دا سيالۍ د ليبيا د حكومت پورې اړوند د وقف او اسلامي چارو عمومي ادارې له خوا په روان كال كې جوړې شوې وې او د يکشنبې (۶ تير) په څلورمه ن دلیبیا د قرآن جایزې دغه نړیوالې سیبالۍ  د غوره كسانو په معرفي كولو سره پای ته ورسېدې.

د ټول قرآن د حفظ كولو په څانګې كې، د پاکستان «ضياء الدين محمد رحيم» لومړى مقام ترلاسه كړى، او د سوماليا «عبدالقادر يوسف محمد»، د نايجريا «ابوبكر محمد حسن» او د كنگو  ډيموکراټيک جمهوريت  ابراهيم مومبا» په ترتيب دويم تر څلورم مقامونه ترلاسه کړل.

د ټول  قرآن په حفظ كولو کې د ماشومانو په څانګې كې هم د ليبيا «سلمان محمود» لومړى شو، او د ګينې «آما دوه بالدي»، د بنګله ديش «انس بن عتيق»، د يمن «ايمن محمد سعيد» او د جرمني «منيب رامز محمود»  اول تر پنځم مقامونه ترلاسه كړي.

د برتانیې «عبدالظاهر عبدالله ابراهيم» د قرآن  په حفظ كولو سره په عشر یا لسو قرائتونو كې لومړى مقام ترلاسه كړى، او په دې رشتې كې د كېنيا «يحيى محمد آدم» او د جرمني «طارق محيى خلُو» دوهم او دريم مقامونه ګټلي  دي.

د قرآن له حفظ كولو سره په تفسير كې هم د ليبيا نماينده «عبدالرحمن عبدالجليل الجهاني» لومړى شو، او د كنگو برازاويل «بونا تيام»، د سوريې «محمد عيسي حاج اسعد»، د تاجيكستان «زكريا شربيوف» او د ګانا«عبدالصمد آدم» دويم تر څلورم مقامونه ترلاسه كړي.

دا سياليو د سپتمبر ۲۰ (وري ۲۹) په بنغازي ښار كې پيل شوې وې او له ۷۰ څخه زياتو هېوادونو څخه ۱۲۰ حافظانو  پكې ګډون كړى و.

د سيالۍ جوړوونكو ټينګار كړى چې دا قرآني پېښه د مسلمانانو ترمنځ د همغږۍ او يووالي د پياورتيا لپاره يوه غونډه ده او همدارنګه د اسلامي ارزښتونو وړاندې كولو يوه زمينه ده چې په كې له اسيا، امريكا، اروپا او افریقا څخه اساذانو ګډون كړى و.

https://iqna.ir/fa/news/4307717

captcha